د سـیاسـت دنیا :
نور نه سیاست کومه، نه سیاسی نظمونه لیکم
یـواځـې میـنه کـوم، میـنئ ته شــعرونه لیـکم
زما تـوبه ده د سـیاسـت له دروغجـنې دنیـا
زما تـوبه ده له دې تورې مکـر جـنې دنیـا
پوره پنځه زره توبې می له فریب او دوکو
د اوسـیدو نه ده دا پسـته دا تـب جنه دنیـا
نه پکی یارشته نه اغیار نه پکی وروراوخور
ده له وحشت اودهشت ډکه دا کرک جنه دنیا
اغزنه ونه ده ، نه ګل او نه ښـکلا شـته پکی
له هوس جوړه ده، نه مینه ، نه وفا شته پکی
خاندې یوه ته اشارې چیرته کی بل ته کوی
لاس ښکلوی ورته، سجده یی بیا کاکل ته کوی
نه پکی دود او نه دستوراو نه اصول شته دی
ګناه پنجاب کوی ګواښـونه، بیـا کابل ته کوی
دا د قـدرت د لیــونیــو، لیــونۍ لـوبه ده
هر یو لګیا دی پردي وژني، ګټه خپل ته کوی
مونږه ناکام یو په سیاست کی، ځکه خپل وژنو
«اسـلام آباد»، آبادوو، خو خپل «کابـل» وژنو
نه پکی رحم نه زړه سوی نه صداقت شته دی
نه پکی مـیـنه نه اخـلاص نه محبـت شـته دی
معاملې دي په ســرو ، په شــتـمـنیـو د نـورو
نه ضمانت پکی د سر، نه د شخصیت شته دی
سـوداګـرې ده ،خـرڅـول د وجـدانو دي پکی
نه پکی نښــه د ایمـان نه شـرافت شــته دی
نن به پاچا وی خو سـبا ته په زنـدان اخته شی
غـم د دنیا کوی، آخـر په غـم د ځان اخته شی
که سیاست علم وی، خو علم زده کول غواړي
مسلسل شل کاله لیکل غواړي لوسـتل غواړي
یواځی خـپل کلي کی نه زده کـیږی نه پخـیږی
نـورې نـړۍ ته، سـفـرونه تلـل راتلـل غـواړي
دا د جـومات او کلیـسـا او د ميـندر کار نه دی
دا دټولـنې په جـوړښـت، سـم پوهـیدل غـواړي
خو اوس سیاست نه جوړه شوې د سطرنج لوبه ده
سـم غـولول دي، چالاکې، د چار او پنـج لـوبه ده
یم توبه ګار هغه سـیاسـت نه چی انسان زوروي
خپلې فایدې د پاره ورور وژني، جانان زوروي
چي وي ولاړ د اسـتـبداد او فـرعـونیت په سـتـنو
د اقــتـدار د پـاره ، ســرا ســر جـهـان زوروي
په سترګو ړوند په غوږو کوڼ دی ښه بد نه پیژني
ځمکه خو خیر، خوپه فـریب سـره آسـمان زوروي
نو تـوبه ګار د دی، سـیاسـت، دی تـجـارت نه یمه
بیخـی مـنکـر یی، له ارزښـت او له قـیمـت نه یمه
نه نـور سـیاسـت کومه، نه سـیاسـي نظـمونه لیکـم
یـواځـی میــنه کـوم، میـنې ته، شــعرونه لــیکــم
۲۳ اګست / ۶ /۲۰۲۳
ایجکس – تورنتو – کاناډا
د وبپاڼې له پرانیستلو (۲۰۲۱/۰۹) راهیسې
د مالوماتو او خپرونو لپاره، په لاندینیو پتو موږ سره اړیکه ونیسۍ
nasharat@ariana-afghanistan.com او یا info@ariana-afghanistan.com
د مدنی او سیاسی حقوقو د بین المللی میثاق د ۲۰مې مادې پر بنسټ، د جنگ دپاره تبلیغ او، مذهبی، توکمنی، ژبنی او داسی نورو کرکو ته هڅول او بلنه، څې په زور او زیاتی اوړي، ممنوعه خپرونې بلل کیږي او د خپریدو نه به ئی ډډه وسي.