زما نظر
زما نظر:
زه یو دا عادت لرم چی حقیقت یا د خپلو سترګو د لیدلو له مخی، یا د هسی اسنادو له مخی چی انکار تری نه شی کیدلی او یا هم د هسی انسان د وینا له مخی چی ماته هغه ریښتینی، صادق او ایماندار ښکاره شی منلی شم. بی له دی، نه قضاوت کوم او نه چاته د ملامتیا ګوته نیسم.
د وطن روان حالات دومره پیچلی دی چی بی له هغو خواو نه چی په معامله او د پلان په جوړونه کی ګډون لری، نور څوک نه شی پوهیدلی او زما په شمول ټول ناخبره کسان خپل نظر د نورو سره د ډول ډول الفاظو او کلماتو په استعمال سره شریکوی.
زه دا دری څلور ورځی په دوامداره توګه په خبری سرویسونو، راپورونو، د فیسبوک په صفحو ، په ډیرو نشراتي پاڼو او په ټولنیزو رسنیو کی وینم او لولم چی، ځنی وای اشرف غنی د هیواد او وطن سره خیانت وکه، و تښتیده، پیسی او د ملت شتمنې هم و تښتوله باید محاکمه شی او نوری سختی خبری…
خو ځنی کسان بیا وایی چی جمهور رئیس اشرف غنی ډیر سم او ښه کار وکه چی بی له جنګ او بی ګټی مقاومت نه یی د قدرت نه لاس واخست او د هیواد نه ووت.
زه وایم چی کاشکی ډاکټر محمد اشرف غنی صاحب، د هیواد د جمهورئيس او د نړۍ د لوی متفکر او عالم شخص په توګه هغه وخت د قدرت او د دی چوکۍ سره مخه ښه کړی وای، په کومه ورځ چی د امریکا د دولت د استازی داکتر زلمی خلیلزاد او د طالبانو د استازی ملا عبدالغنی برادر ترمنځ د سولی او هوکړی تړون په دوحه کی لاس لیک شو. کاشکی داکټر غنی د حریصو، بی تجربه او د افغانی ټولنې د ټولنیز جوړښت نه د بی خبرو مشوره ورکونکو دوستانو په تملق او چاپلوسیو نه وای غولیدلی او هماغه وخت یی په قوی عزم او متانت د سراسری سولی د تامین ابتکار په خپل لاس کی نیولی وای او خپل ملت او نړیوالو ته یی په څرګنده توګه ډاډ ورکړی وای چی زه د یوی داسی سولی د راتلو سره چی زما وطن او زما ملت ته پکی د سر او مال زیان ونه رسی تیار یم چی بی له وړی ستونزی نه د قدرت نه تیر شم او په آرامه توګه ټول قدرت هغه چاته چی هم د هیواد د سیاسی ډلو او هم طالبانو ته د قبول وړ وی وسپارم. خو له بده مرغه چی داسی یی ونه کړل او خبره تر دی ځایه را ورسیدله چی ویی ویل :
« زه د تیښتی سړی نه یم»
اوس چی هغه له قدرت نه لویدلی او د ملک نه هم بهر ته تللی دی او په وروستیو شیبو کی یی دا تصمیم نیولی چی باید بی له مقاومت او بی له جنګ جګړی او وینو توئیدو نه یی د ارګ سره مخه ښه وکړه او له هیواده ووت، زما په نظر سم او ښه کار یی کړیدی اوزه یی دا عمل د یوه ډیر عادی افغان په توګه کاملاً تائیدوم، خو کاشکی د ارګ نه د وتلو نه د مخه یی یو داسی فرمان هم صادر کړی وای چی که څه هم زما په غیابت کی زما لومړی معاون باید د چارو واکی په لاس کی و لری، خو څرنګه چی هغه هم د کابل نه د وتلو تصمیم لری نو زما ځای ناستی به قانون د حکم له مخی د مشرانو د جرګی رئیس وی.
که دا کار شوی وای نو اقلاً د قدرت خلا به نه وای را منځ ته شوی او راتلونکی زعیم ته به د قدرت د انتقال پروسه په قانونی توګه تر سره شوی وای. راځی چی د حقایقو تر میندلو پوری مطلق حکم صادر نه کړو. پای