شــاعـرې
nasharat@ariana-afghanistan.com او یا info@ariana-afghanistan.com
۲۰۲۴/۰۱/۱۵
شــاعـرې
ماته نازله ښکاری، پاس له اسمان شاعرې – لکه د وحیې په څیر
چی سموي لارو ته، ټول ګمراهان شاعرې – لکه د وحیې په څیر
مفتـی! خبره واوره، کافر می و نه ګنـی
ګڼم بی شکه تحـفه، د رب منان شاعرې – لکه د وحیې په څیر
دتحـرک وســیـله ، لـکـه کـلام د الله ج
ده ګټوره هومره، دا د انسان شاعـرې – لکه د وحیې په څیر
چی مو خیالی دنیا ته ، حقیقی بڼـه ورکړید
دی محبت شاعرې، د ژوند ارمان شاعرې – لکه د وحیې په څیر
ده په میـراث را پاتی، مونږ ته له تیرو وختود
ثبت د تاریخ پاڼو کی ، د هر زمان شاعرې – لکه د وحیې په څیر
شې مزه داره هـله، چی موسـیقی یی مل شې
ده د خوشحال شاعرې، هم د رحمان شاعرې – لکه د وحیې په څیر
شـاعـرې مه بنـدوئ، موسـیقې مه بنـدوئ
پرئ چی را و وریږی، رحمت باران شـاعـرې – لکه د وحیې په څیر
دسمبر ۲۴/ ۲۰۲۳
تورنتو – کاناډا
د وبپاڼې د پرانستلو(۲۰۲۱/۰۹) راهیسې
د اړیکو لپاره، لطفاً په لاندینیو پتو موږ سره په تماس کې سۍ
nasharat@ariana-afghanistan.com او یا info@ariana-afghanistan.com
د مدنی او سیاسی حقوقو د بین المللی میثاق د ۲۰مې مادې پر بنسټ، د جنگ دپاره تبلیغ او، مذهبی، توکمنی، ژبنی او داسی نورو کرکو ته هڅول او بلنه، څې په زور او زیاتی اوړي، ممنوعه خپرونې بلل کیږي او د خپریدو نه به ئی ډډه وسي.