د سپوږمۍ ننداره
چی وریځي نه وي او آسمان شین وي
له د یارلسم تر شپاړسمه پورې
زه د سپوږمۍ لیدو ته
له ماښامي نه وروسته
له ښار بیرون کومی غونډۍ ته ځمه
………
هلته سپوږمۍ ته ګورم
هم پکي دښتي وینم
هم پکي غرونه وینم
هم پکی څانګې څانګې
د غرونو منځ کی دریابونه وینم
………
زه داسی خیال کومه
چی دا زما وطن دی
پکي« سپین غر» وینمه
پکې « با با » او « هندوکش » وینمه
پکي « هیلمند » پکي « کونړ » پکي « آمو » وینمه
………
زه داسی خیال کوم چی ناست یم
د « با با » د غره په لوړه څوکه
ګورم څلورو خواوته
وینم په هره خوا کې
لوړې شملي او د ویاړونو څلي
………
خو چی سپوږمۍ په کمیدو راځي
په هغو شپو کی ور ته نه ګورمه
ځکه ، راځی می خیال ته
چی « هندوکش » ماتیږی، « با با » په ځمکه لویږي
« سپین غر » په اور کی سوځي
« آمو » سلګۍ وهي، « هیلمند » او « کونړ » وچ ښکاري
………
د «میر ویس خان» او «اکبر خان» شملی
د «ملالۍ» ، د «ناهیدی» او «فرخندی» زړوکي
له سر لویدلی ښکاري
او د وطن د ښمنان
ورنه چاپیره ناست خنداوی کوي.
………
تاسو ته هم وایمه
چی په دی وخت کې
د سپوږمۍ څیرې ته ونه ګورئ
تاسو به هم وژاړئ
تاسو به هم لکه سپوږمۍ او لکه یخ ویلې شئ
تاسو به هم لکه یتیم وړی سلګۍ ووهئ
خو دا سلګۍ به د کڼو غوږونه وا نه وري
………..
که په سپوږمۍ کی مو څیره د وطن
په پوره بڼه ګورئ
له د یارلسم تر شپاړسمه ورته
له ښار بهر د کومی لوړی غونډی سر ته ولاړ شئ
او په بیغمه زړه یی سیل وکړئ.
د مارچ۲۲/ ۲۰۱۷
تورنتو ــ کانادا
د انجنییر سلطان جان کلیوال د نورو لیکنو لپاره، پورته د پاڼې به ښۍ خوا کې د هغه پر نامه کلک وکړۍ
د اړیکو لپاره، لطفاً په لاندینیو پتو موږ سره په تماس کې سۍ
nasharat@ariana-afghanistan.com او یا info@ariana-afghanistan.com
د مدنی او سیاسی حقوقو د بین المللی میثاق د ۲۰مې مادې پر بنسټ، د جنگ دپاره تبلیغ او، مذهبی، توکمنی، ژبنی او داسی نورو کرکو ته هڅول او بلنه، څې په زور او زیاتی اوړي، ممنوعه خپرونې بلل کیږي او د خپریدو نه به ئی ډډه وسي.